اسراییلو د تهران پر مهراباد هوايي ډګر برید کړی.
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې نن سهار «شنبه، غبرګولي ۲۴مه» د تهران مهراباد هوايي ډګر د اسراییلو له لوري بمبار شوی دی.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه برید داسې مهال کېږي چې اسراییلو بېګاه شپه هم د یاد هوايي ډګر ته څېرمه بریدونه کړي وو.
د راپورونو له مخې، یاد هوايي ډګر اړوند څلورم ترمینل ته نږدې، چاودنې رامنځته شوي، خو تراوسه یې، په اړه جزییات نهدي خپاره شوي.
دا پرلهپسې دویمه ورځ ده چې اسراییل د ایران په خاوره کې بریدونه کوي.