لوګر موزیم ته څلور لرغوني اثار وسپارل شول.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د لوګر دوو اوسېدونکو د دغه ولایت موزیم ته د اسلامي دورې اړوند څلور لرغوني اثار سپارلي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د لوګر موزیم مدیر محمدامین ناصري ویلي، چې یاد اثار د اسلامي دورې پورې تړاو لري او له پخې خټې جوړ شوي دي.
د وزارت په وینا، د دغو تاریخي اثارو سپارل د هېواد د لرغوني فرهنګي میراث د ساتنې او تاریخي اثارو د خوندي کولو په برخه کې مهم ګام دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاتوي، چې اوس مهال د لوګر په موزیم کې شاوخوا ۲۰۰ تاریخي اثار او لاسي صنایع ساتل کېږي.