د لوګر نړیوال هوايي ډګر د پروژې لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي.
لوګر: د محمدآغې ولسوالۍ مسؤولین وایي، د لوګر د نړیوال هوايي ډګر د جوړېدو پروژې لپاره لازم امنیتي تدابیر نیول شوي او د چارو د پیل پر وړاندې کومه امنیتي ستونزه نشته.
د محمدآغې ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي احمدالله عرفان وایي، د هوايي ډګر د لومړنیو چارو د پیل لپاره لازمې امنیتي تابیاوې نیول شوې دي او امنیتي ځواکونه د سیمې د خوندي ساتلو لپاره چمتو دي.
د ولسوالۍ مرستیال مولوي محمدولي حماس وایي، د هوايي ډګر لپاره پراخه ځمکه ځانګړې شوې او د مناسب موقعیت له امله به یې جوړېدل نه یوازې د لوګر، بلکې د هېواد او سیمې لپاره هم اقتصادي او ترانسپورتي ارزښت ولري.
بلخوا، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت یوه پلاوي په وروستیو ورځو کې د هوايي ډګر له ټاکل شوې ساحې لیدنه کړې ده. ټاکل شوې، چې د شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د احاطوي دېوال او نورو اړینو برخو د جوړولو لومړني کارونه پیل شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې مهمې پروژې له پیل هرکلی کړی او له مسؤولینو یې غوښتنه کړې، چې د هوايي ډګر د جوړېدو چارې په چټکۍ او منظم ډول پر مخ یوسي.