میدانوردګ کې د درې ولایتونو په کچه د والیبال سیالي وشوې.
د میدانوردګ د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په کوربتوب د کابل او غزني ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالي پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امر ذبیحالله وهاج رسنیو ته وویل چې یادې سیالي د والیبال فدراسیون له لوري د میدان ښار په دولتي جمنازیوم کې جوړې شوې وې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
وهاج وایي چې په یادو سیالیو کې د میدانوردګ، کابل او غزني ولایتونو شپږو لوبډلو (مبارز ځواک، مبارز اتلان، مبارز ستوري، مبارز یاران، مبارز قهرمانان او مبارز ځوانان) ګډون درلود چې په پایلوبه کې د غزني مبارز ستوري لوبډلې د کابل مبارز ځواک ته د ۳-۱ ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولې یې خپله کړه.
نوموړي وویل، د دې سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د همغږي پیاوړې کول، د غوره لوبغاړو پېژندل، د والیبال پرمختګ او ټولو لوبغاړو ته د نړۍوالو اصولو له مخې د معیاري تجربو برابرول وو.
هېره دې نه وي چې تېره ورځ هم د میدانوردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.