تازه جګړه؛ سپینبولدک کې پاکستاني سرتیري وژل شوي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د کندهار سپین بولدک ولسوالي کې له پاکستاني لورې سره د تازه نښتو پرمهال د افغان لورې په ځوابي برید کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پوښتې په نښه شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ایکسپاڼې لیکلي چې ګڼشمېر پاکستاني متجاوز نظامیان وژل شوي، پوستې او مرکزونه یې نیول شوي، وسلې او ټانګونه ترې لاسته شوي او نظامي تاسیسات هم لهمنځه وړل شوي دي.
که څه هم د سپین بولدک په تازه جګړه کې د دواړو لورو د تلفاتو په اړه دقیقې شمېرې نشته، خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د جګړې پرمهال ۱۲ افغان ملکي وګړي شهیدان شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه وویل: «نن سهار وختي یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې پر عامه هستوګنیزو کورونو باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه پیل کړل چې له بدمرغه په دې بریدونو تر ۱۲ تنو ملکي هېوادوال شهیدان او تر سلو زیات ټپیان شول. وروسته افغان ځواکونه هم ځوابي حملې ته مجبوره شول او په نتیجه کې یې ګڼ شمېر پاکستاني متجاوز نظامیان ووژل…»
د دواړو هېوادونو ترمنځ د لومړۍ جګړې تر پیل وروسته چې تېري شنبې په شپه اسلامي امارت پر کابل او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د غچاخیستلو په موخه وکړل، شاوخوا ۵۸ پوځیان يې ووژل او ۳۰ نور يې ټپیان کړل.
قطر او سعودي عربستان هم مهاله د نښتو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه چې اسلامي امارت یې وړاندیز ومانه او هغه مهال یې خپل بریدونه ودرول.
خو پاکستاني لورې نن چهارشنبه یو ځل بیا سپینبولدک کې جګړه پیل کړه چې د اسلامي امارت ځواکونو هم په ځوابي برید کې د هغوي ګڼې امنیتي پوستې او نظامي مرکزونه تر برید لاندې ونیول، د تلفات ترڅنګ يې ګڼ زیانونه ور واړول.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو جګړو په اړه قطر، سعودي عربستان، چین، روسیې او په تازه مورد کې ایران هم خپله اندېښنه ښودلې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د دواړو لرو ترمنځ روانو څو پرلپسې جګړو اندېښمن کړي، دواړو هېوادنو ته اړینه ده چې د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا او حریم نقض نه کړي. زمونږ له وسه پوره ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ منځګړیتوب وکړو.»
بل لور ته د چین او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړې په اړه اندیښنه ښودلې او له دواړو لورو یې د زغم غوښتنه کړې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په خپل اونیز خبري کانفرانس کې ویلي، چین د افغانستان او پاکستان د تازه جګړې په اړه اندیښنه لري. یادو هیوادونو دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیزونه هم کړي دي.
امنیتي کارپوهان وايي، پاکستان هېڅ وخت د ګاونډیتوب اصول نه دي رعایت کړي او همېشه یې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول پر افغانستان بریدونه کړي دي.
د استخباراتي مسایلو کارپوه جنرال طاهر یرغل وايي، د جګړې پیلونکی پاکستانی لوری دی او اوس یې مسؤلیت هم د دوي پر غاړه دی.
نوموړي په دې اړه وویل: «په خواشینۍ سره ووایم چې زمونږه ګاونډي هېڅ ډول ګاونډیتوب، انسانیت او اسلامیت ته کوم درناوی ونه کړ. د افغانستان په خاوره یې تیری وکړ او په مراتبو یې تیری کړی دی. په افغانستان باندې جګړه تپل شوې ده. د جګړې شروع کونکي پاکستانیان دي، پاکستانیان باید ددې مسؤلیت اوس په غاړه واخلي.»
د یرغل په وینا، د جګړې دوام خپله د پاکستان په زیان دی. دده په خبره اوس د حل لاره داده چې د خبرو او مفاهېمې له لارې خپلې غوښتنې مطرح کړي.
هغه زیاته کړه: «پاکستانیان دې خبرو ته کېني، له دښمنیو څخه دې لاس واخلي، د افغانستان په داخلي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي، څه چې دوي غواړي او د افغانانو په وسه کیږي هغه دوي نه سپموي مګر چې له دغو کارونو څخه لاس واخلي. مونږ وایو چې دا مه کوئ، په دې کې ستاسو ګټه نه ده، په دې کې ستاسو تاوان دی، ستاسو زیان دی او تاسو خپله بربادېږئ.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دوه ورځې وړاندې اسراییلو او مصر ته د سفر پرمهال خبریالانو سره خبرو کې ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له جګړې خبر شوی، نوموړي ویلي چې تر بیرته ستنېدو وروسته به دا ستونزه هم هواره کړي.