Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې نږدې ۶۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.
۲۴ جوزا ۱۴۰۵

تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې نږدې ۶۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.

 د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو له لارې ۵۹۲ کورنۍ راستنې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم دروازې له لارې ۴۹۱ کورنۍ چې ۲۵۱۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۵۴۴ کورنۍ چې ۳۰۸۴ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې دوه میلیونه او څه باندې ۴۳۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۶۱۱ کورنیو سره په ټولیز ډول پنځه میلیونه او ۱۲۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۶۷ کورنۍ چې ۳۵۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۳۸ کورنۍ چې ۵۱۳ کسان کېږي، کابل ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یو میلیون او څه باندې ۲۶۳ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له ۹۵ کورنیو سره په ټولیز ډول ۷۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۱ کورنۍ چې ۱۲۸ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۷۲۳ مسافر هم ته راستانه شوي دي.

د نغدي مرستې برخه کې له هرې کورنۍ سره په ټولیز ډول لس زره افغانۍ مرسته شوې او ۴۳۲ کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۳ کورنۍ چې۱۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۳ کورنیو سره ۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۱۲۰ کورنۍ چې ۶۲۹ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې څه باندې ۴۳۹ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۵۹۲ کورنۍ چې ۳۰۰۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوي، ۷۰۲ کورنۍ چې ۴۲۲۶ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۷۱۰ کورنیو سره مرستې شوې دي.

مطالب

تېره ورځ هېواد ته د څلورو بندرونو
له لارې نږدې ۶۰۰ کورنۍ راستنې شوې دي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ