Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي.
۲۵ قوس ۱۴۰۴

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي.

د میدان‌وردګو امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه کسان ټپیان شوي دي.

د میدان‌وردګو د امنیې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د نرخ ولسوالۍ اړوند د «بادام» په سیمه کې د یوه سراچه موټر چپه کېدو له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپيان شوي دي.

اسرار وایي چې د پېښې ټپيان یې نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدولي دي.

د یادونې ده، درې ورځي مخکې هم د نرخ ولسوالۍ اړوند د بادام په سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

مطالب

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې
له امله اووه کسان ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ