Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ځمکې ښوېېدنې په فلیپین کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي.
۲۰ سرطان ۱۴۰۵

ځمکې ښوېېدنې په فلیپین کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي.

د راپورونو له مخې، په فلیپین کې د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښوېېدنې په پېښو کې په داسې حال کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي، چې د «باوي» په نوم پیاوړی توپان د تایوان، جاپان او چین پر لور روان دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، د جمعې په سهار د فلیپین اړوند د سارانګاني ولایت د مالاپاتان ښار په یوه ځمکې ښوېېدنه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي.

همدارنګه، ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د لاناو دل سور ولایت په بله ځمکې ښوېېدنه کې هم لږ تر لږه پنځو نورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مالاپاتان ښاروال سالوي سومبو جونیور ویلي، د قربانیانو یو شمېر د یوې کورنۍ غړي وو او د پرله‌پسې سختو بارانونو له امله د سیمې د ځینو برخو د خلکو د ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

د فلیپین د هواپېژندنې ادارې (PAGASA) ویلي، که څه هم چې د «باوي» توپان به په مستقیم ډول  فلیپین ته داخل نه شي، خو ورسره تړلي باراني سیستمونه به د دغه هېواد په یو شمېر سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او د ځمکې ښوېېدنې خطر رامنځته کړي.

دغه ځواکمن توپان تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د ارام سمندر په امریکا پورې اړوندو ګوام او شمالي ماریانا ټاپوګانو ته رسېدلی و او د زیربناوو ځینې برخې یې زیانمنې کړې وې، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه و ورکړل شوی.

د وړاندوینو له مخې، «باوي» توپان به د شنبې په ورځ د تایوان په شمال او ختیځ، او د جاپان په ځینو برخو کې د سختو بارانونو لامل شي او وروسته به چین ته ورسېږي.

راپورونه شیی چې په تایوان کې سلګونه کسان له خپلو کورونو ایستل شوي او د توپان د رسېدو له امله یو شمېر ښوونځي، ادارې او دولتي دفترونه هم تړل شوي دي.

مطالب

ځمکې ښوېېدنې په فلیپین کې
لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ