Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بادغیس کې د نبوت دعوه کوونکی کس نیول شوی.
۲۴ حمل ۱۴۰۵

بادغیس کې د نبوت دعوه کوونکی کس نیول شوی.

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې هغه کس نیولی چې د نبوت دعوه یې کوله..

د یاد ولایت د امربالمعروف، نهې‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسوولانو په وینا، دا کس د قادس ولسوالي اوسېدونکی دی.

د مسوولانو په وینا، یاد کس ادعا لرله چې ورته الهام شوی او غیبي غږونه اوري او پر همدې بنسټ یې د نبوت دعوه کړې وه.

هغوی زیاتوي چې د نوموړي روغتیایي او رواني وضعیت عادي ارزول شوی او کومه څرګنده رواني ناروغي نه‌لري.

بل‌خوا د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خېبر د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې وزارت د خرافاتو او هغو غیرشرعي کړنو پر وړاندې جدي اقدامات کوي چې ټولنه بې‌لارې کوي.

مطالب

بادغیس کې
د نبوت دعوه کوونکی کس نیول شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ