Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نورستان کې د ۱۴۳ میلیون افغانیو په ارزښت بیروج پلورل شوي.
۸ سنبله ۱۴۰۴

نورستان کې د ۱۴۳ میلیون افغانیو په ارزښت بیروج پلورل شوي.



نورستان کې د ۱۴۲ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت ګران بیه بېروج ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلورل شوې.

د نورستان د کانونو او پټرولیم رییس مولوي سیدالرحیم عمیر ویلي، دا ډبرې چې ۸۰ کېلو ګرامه وزن يې درلود وړمه ورځ په برګمټال ولسوالي کې پلورل شوي.

نوموړی وايي، د پلورل شویو ګران بیه ډبرو له درکه ۱۴ میلیون او ۲۷۰ زره افغانۍ د دولت خزانې ته عاید جمع شوي.

اسلامي امارت تر دې وړاندې هم نورستان کې بیروج ډبرې پلورلي دي.

مطالب

نورستان کې د ۱۴۳ میلیون افغانیو
په ارزښت بیروج پلورل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ