په نیمروز کې د اوسپنې پټلۍ جوړولو چارې د دغه ولایت د والي محمد قاسم خالد، سوداګرۍ خونې مسوولینو او یو شمېر نورو چارواکو په حضور کې پیل شوې.
د نیمروز سرپرست والي دا د هېواد لپاره یوه حیاتي پروژه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د اورګاډي ټرانسپورټ د سړک له لارې ارزانه او چټک دی نو له همدې امله به د کندهار – هرات د پټلۍ جوړېدل سوداګریز لګښتونه راکم او د سوداګرو ګټه به زیاته کړي.