لوګر کې د اوبو لګونې درې سترې پروژې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د والي قاري صلاح الدین ایوبي او یو شمېر نورو ځایي مسوولینو له لوري؛ د یوې غونډې په ترڅ کې، د نږدې دوه سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو لګونې درې سترې پروژې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت مقام رسنیز دفتر د اوبو او انرژۍ د رئیس ملامحمداسماعیل اخندزاده له قوله ویلي، چې په دغو پروژو کې د ١٧٢٠متره په اوږدوالي او ٤ متره سور په لرلو د محمدآغې ولسوالۍ اړوند، د مغل خېلو ویالې، د ٤٠ متره په اوږدوالي او ٨ متره سور په لرلو د دغې ویالې د دېوالونو او د لشکري خېلو په سيمه کې د ٤٠متره په اوږدوالي او ٢.٥متره سور په لرلو سره د یوه سیفون جوړول شامل دي.
د سرچینې په وینا، یادې پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (UNFAO)په مالي ملاتړ د ۱۹۸,۰۶۸.۷۱ آمریکایي ډالرو په لګښت پلې شوي، چې ٢زره او ٥٠٠ جریبه کرنیزه ځمکه به ورڅخه خړوبیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لوګر ولایت په مرکز کې هم د ۱۵۰مترو په اوږدوالي د یوه کانال د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
شفیع الله افغانزی - زینت راډیو.