شپږیزه لیګ؛ امو له ماتې پرته مخکښه لوبډله ده.
د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې امو نهنګان لوبډلې بندامیر ته ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې بندامیر لوبډلې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۰۰ منډو هدف ورکړیو چې امونهنګان لوبډلې په وروستي بال ترلاسه کړ.
د بندامیر ښارماران لپاره لوبډلمشر حشمتالله شهیدي ۷۳ او شهزاد محمدي ۶۸ منډې جوړې کړې وې.
د امو نهنګان لپاره بیا شاهدالله کمال ناسوځېدلې ۴۴ منډې جوړې او قیس احمد هم په وروستي اوور کې خپلې لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه.
د نن ورځې دویمه لوبه کې مسعینک اتلان د بست ساتونکي پر وړاندې لوبېږي.
د شپږیزې کرېکټ لیګ د روانې جولای میاشتې پر ۱۹مه پیل او د اګست تر لومړۍ نېټې به دوام ولري.
په دغه لیګ کې پنځه لوبډلې د یوه بل پر وړاندې سیالي کوي.