Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې راستانه شویو ته پر دوه زره جریبه ځمکه ښارګوټی جوړیږي.
۲۳ حمل ۱۴۰۵

لوګر کې راستانه شویو ته پر دوه زره جریبه ځمکه ښارګوټی جوړیږي.

د لوګر د کور او ښار جوړولو رییس مولوي مطیع‌الله «زاهد» سلام‌وطندار ته وويل چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند د «اشنفور» په سیمه کې د بېرته راستنېدونکو لپاره د دویم ښارګوټي د جوړېدو په موخه د ځمکې ټاکنه او کروکي سروې ترسره شوه.

د نوموړي په وینا، د یاد ریاست د تخنیکي او انجینري ټیم له لوري څه باندې ۲زره جریبه ځمکه د راستانه شویو کډوالو لپاره د دویم ښارګوټی د جوړیدو لپاره ترسره شوه چې ډیر ژر به ورکې تازه راستانه شویو کډوالو ته د سرپناه ځمکه ووېشل شي.

د لوګر د کور او ښار جوړولو رئیس ټینګار وکړ، چې د دې ښارګوټي په جوړېدو سره به د اشنفور په سیمه کې سلګونو کډوالو او بېرته راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي سرپناه اسانتیاوې برابرې شي.

مطالب

لوګر کې راستانه شویو ته
پر دوه زره جریبه ځمکه ښارګوټی جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ