Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کرکټ درې اړخیزې سیالۍ؛ افغان ابدالیان نن د هند له الف لوبډلې سره لوبه کوي.
۲۱ جوزا ۱۴۰۵

د کرکټ درې اړخیزې سیالۍ؛ افغان ابدالیان نن د هند له الف لوبډلې سره لوبه کوي.

 د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد الف (افغان ابدالیان) لوبډله نن د هند له الف لوبډلې سره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.

د افغانستان، سریلانکا او هند الف لوبډلو ترمنځ درې اړخیزې سیالۍ په سریلانکا کې روانې دي.

کرکټ بورډ ویلي چې د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډله به د افغانستان په وخت نن سهار نهه بجې د خپلې لومړۍ یو ورځنۍ لوبې په موخه د هند له الف لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته کښته شي.

دغه لوبه په سریلانکا کې ترسره کېږي.

همدارنګه د افغانستان الف (افغان ابدالیان) لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د جون په ۱۳مه د سریلانکا له الف لوبډلې سره، درېیمه لوبه به د جون په ۱۷مه د هند له الف لوبډلې سره ترسره کړي.

دغه‌راز، افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله څلورمه لوبه بیا د سریلانکا له الف لوبډلې سره د جون په ۱۹مه ترسره کړي.

مطالب

د کرکټ درې اړخیزې سیالۍ
افغان ابدالیان نن د هند له الف لوبډلې سره لوبه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ