هېواد کې د ورښتونو له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۴۲ ته ورسېد.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د ورښتونو له امله په رامنځته شوو پېښو کې ۱۴ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
دغه مرګژوبله د سېلابونو، غرښویېدو او تندر لوېدو له امله رامنځته شوې ده.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په یاده موده کې د مرګژوبلې ترڅنګ ۴۷۶ کورونه هم تخریب شوي او په ټولیزه توګه ۶۰۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
سرچینې لیکلي، دغه راز ۱۴۲۳ جریب کرنیزه ځمکه، ۱۶ دوکانونه، د اوبو ۲۳ څاګانې او د اوبو رسولو یو شمېر شبکې ویجاړ شوی دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د اطلاعاتو او خپرونو رییس او ویاند حافظ محمدیوسف حماد ویلي وو چې د وري میاشتې له شپږمې تر اوسه په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بامیان، دایکنډي، پکتیا، پکتیکا، لوګر، زابل، کندهار، هلمند، هرات، غور، بلخ، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، جوزجان، فاریاب، بدخشان، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو راتلو، غره ښویېدو او تندر لوېدو پېښو کې ۲۸ کسان ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ کسان ټپیان شوي دي.