Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د خوست والي: زده‌کړې د ژغورنې یوازینۍ وسيله ده.
۱۹ جدی ۱۴۰۴

د خوست والي: زده‌کړې د ژغورنې یوازینۍ وسيله ده.



د خوست والي عبدالله مختار وايي، د تعليم کول د ژغورنې یوازینۍ وسيله ده.

هغه تېره ورځ (پنجشنبه، جدي ۱۸) دغه ولايت کې د ښوونځيو او ديني مدرسو د غوره زده‌کوونکو د ستاينې غونډه کې د تعليم په ترلاسه کولو ټينګار کړی او دا يې د ژغورنې وسیله بللې.

ده وويل، تعليم د اوسني عصر يوه اړتيا ده او د تعليم برتري د دنيا او اخرت د سعادت سبب کيږي.

زده کوونکي هم د ستاينې دا ډول پروګرامونه زده‌کړو ته د ليوالتيا په زياتوالي او د دوی ترمنځ د سالم رقابت په رامنځته کولو کې ګټور بولي.

يو تن زده‌کوونکي نعمت الله وويل، دا ډول غونډې زده‌کړو ته د هڅونې او د ښوونځي او مدرسې ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت لامل کیږي.

د خوست د پوهنې رياست د مالوماتو له مخې، سږ کال دغه ولایت کې له دولتي او خصوصي ښوونځيو ۷۷۶۷ او له ديني مدرسو ۱۸۸۱ کسان فارغ شوي دي.

مطالب

د خوست والي: زده‌کړې
د ژغورنې یوازینۍ وسيله ده.

دا خبر نورو سره شریک کړئ