د بښنې نړۍوال سازمان په یوه لیک کې له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې د افغانانو د شړلو لړۍ دې ژر ودروي. دغه لیک د ایران د کورنیو چارو وزیر او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازي ته استول شوی دی.
په لیک کې راغلي، له هغه وخته چې د ایران او اسراییلو ترمنځ کړکېچونه ډېر شوي، یوازې د ۲۰۲۵ کال د جون له لومړۍ نېټې راهیسې تر نیم میلیونه زیات افغانان له ایرانه ایستل شوي، چې پهکې زرګونه بېسرپرسته ماشومان هم شامل دي.
د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، په میلیونونو نور افغانان هم د شړلو له خطر سره مخ دي، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې چې باید له پامه ونه غورځول شي.