Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییل ۳۲۰ زره فلسطینیان له غزې کډه کولو ته مجبوره کړي.
۲۴ سنبله ۱۴۰۴

اسراییل ۳۲۰ زره فلسطینیان له غزې کډه کولو ته مجبوره کړي.


اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، ، مخکې له دې چې د اسراییل پوځ غزه کې د حماس پر وړاندې پلان شوي عملیات پیل کړي، د تازه اټکلونو له مخې، تر اوسه پورې له ۳۲۰ زره څخه زیاتو فلسطینیانو د غزې ښار نورو سیمو ته کډه کړې.

راپورونو کې ویل شوي چې یوازې تېره شپه شاوخوا ۲۰ زره کسان له غزې ښاره وتلي.

د مالوماتو پر بنسټ، غزه کې شاوخوا ۲ میلیون فلسطینیان ژوند کوي.

د اسراییل پوځ تیره اونۍ د غزې ښار ټولو اوسېدونکو ته امر وکړ چې له پلان شوي برید وړاندې سمدلاسه، له غزې ښار څخه ووځي.

اسراییل غزه کې ملکي وګړو ته ویلي چې د غزې سویل کې د دوی لخوا ټاکل شوي بشري زون ته لاړ شي، خو فلسطینیانو په وینا، غزه کې هیڅ ځای خوندي نه‌دی.

مطالب

اسراییل ۳۲۰ زره فلسطینیان
له غزې کډه کولو ته مجبوره کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ