Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیکا کې د ځايې خلکو او تجارانو له لورې یوې دیني مدرسې ته په ۲ میلیونه افغانۍ ودانۍ جوړه شوه.
۲۹ جدی ۱۴۰۴

پکتیکا کې د ځايې خلکو او تجارانو له لورې یوې دیني مدرسې ته په ۲ میلیونه افغانۍ ودانۍ جوړه شوه.

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست وایې ارګون ولسوالۍ کې رحمانیه مدرسې ته نوې ودانۍ د سیمې د خلکو او تجارانو له لوري د ۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړه او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیکا پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد يادي مدرسې ته د نوې ودانۍ جوړېدل د ښوونیزو بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې مهم ګام وباله او د سیمې د خلکو او تجارانو له همکارۍ یې مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه د ولس په مرسته د ښوونیزو او دیني مرکزونو جوړېدل د ټولنې د فکري ودې، سالمې روزنې او روښانه راتلونکې تضمین دی.

د ارګون ولسوالۍ د پوهنې امر سیدنذیر سعید وایې یاده ودانۍ اړتیاوو ته په کتو په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې، چې اته درسي خوني او یو پراخ دهلیز لري.

مطالب

پکتیکا کې د ځايې خلکو او تجارانو له لورې
یوې دیني مدرسې ته په ۲ میلیونه افغانۍ ودانۍ جوړه شوه.

دا خبر نورو سره شریک کړئ