Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د نري رنځ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې د ۵۰زره ناروغانو درملنه شوې.
۴ حمل ۱۴۰۵

د نري رنځ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې د ۵۰زره ناروغانو درملنه شوې.

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان څانګې د توبرکلوز «نري رنځ» د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې له ۵۰زرو څخه زیات د دې ناروغۍ، د ناروغانو درملنه یې کړې ده.

یادې ادارې نن سه‌شنبه، د وري څلورمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه ناروغان د تېر میلادي کال پرمهال تشخیص او درملنه یې شوې.

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې په ۲۰۲۵کال کې یې په افغانستان کې د توبرکلوز ناروغانو ته د درملنې خدماتو ته لاسرسی پراخ کړی دی.

بل‌خوا، د عامې روغتیا وزارت د تېر لمریز کال د معلوماتو له مخې، هرکال شاوخوا ۷۵زره افغانان پر توبرکلوز اخته کېږي چې له دې ډلې نږدې ۱۰زره کسان د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د مارچ ۲۴مه د توبرکلوز د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې، څو د دې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی زیات او د مخنیوي هڅې پیاوړې شي.

مطالب

د نري رنځ نړیواله ورځ؛ افغانستان کې
یې د ۵۰زره ناروغانو درملنه شوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ