Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سپین‌بولدک کې د پاکستان د بریدونو له کبله ۴۰ کسان شهیدان او ۱۷۰ ټپیان شوي.
۲۴ میزان ۱۴۰۴

سپین‌بولدک کې د پاکستان د بریدونو له کبله ۴۰ کسان شهیدان او ۱۷۰ ټپیان شوي.



د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي په یو لړ هوايي او توپچي بریدونو کې لږترلږه ۴۰ کسان شهیدان شوي او ۱۷۰ نور ټپیان دي.

په شهیدانو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو له لوري پرون چهارشنبه، تلې ۲۳مه شوي دي.

د سپین‌بولدک ولسوالي د روغتیا امر کریم‌الله ذبیر اغا رسنیو ته ویلي چې د ولسوالي روغتیايي مرکز ته د بریدونو له ځایه د ۱۷۰ ټپیان او ۴۰ شهیدانو وروړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په شهیدانو کې د ښځو او ماشومانو شمېر زیات دی.

په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه تاوتریخوالی زیات شوی او دواړه لوري یو پر بل پر سرغړونو تورونوي.

د سیمې اوسېدونکي د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو او د ملکي تلفاتو د مخنیوي غوښتنه کوي

مطالب

سپین‌بولدک کې د پاکستان د بریدونو
له کبله ۴۰ کسان شهیدان او ۱۷۰ ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ