Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یوناما: افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان له جدي معلولیت سره ژوند کوي.
۱۲ قوس ۱۴۰۴

یوناما: افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان له جدي معلولیت سره ژوند کوي.



افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولي دفتر (یوناما) ویلي چې دغه هېواد کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان له جدي معلولیتونو سره ژوند کوي.

یوناما نن (چهارشنبه، د لیندۍ دولسمه/ ډسمبر درېیمه) د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې افغانستان کې معلولیت تر ډېره د څو لسیزو جګړو پایله ده.

د یوناما په وینا، ماشومان تر ټولو ډېر د معلولیت له سختیو سره مخ دي.

یوناما زیاته کړې: «په دې نړیواله ورځ د معلولیت لرونکو کسانو د زړورتیا ستاینه کوو او د ټولو لپاره د یوه ټول‌شموله، عادلانه او دوامداره افغانستان غوښتنه کوو.»

د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۱.۳ میلیارده کسان لږترلږه له یوه ډول معلولیت سره ژوند کوي.

د یادونې ده چې د معلولیت لرونکو کسانو نړیواله ورځ په لومړي ځل په ۱۹۹۲ کال کې د عامه پوهاوي د لوړولو او د دغو کسانو د ستونزو د ښه پوهېدو لپاره نومول شوې ده.

مطالب

یوناما: افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه
کسان له جدي معلولیت سره ژوند کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ