Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عدلیې وزارت: د اسلامي امارت پر تقنیني سندونو اعتراض جرم دی.
۸ دلو ۱۴۰۴

عدلیې وزارت: د اسلامي امارت پر تقنیني سندونو اعتراض جرم دی.



د عدلیې وزارت ویلي چې د اسلامي امارت پر قوانینو او تقنیني سندونو اعتراض «جرم» بلل کېږي.

د دغه وزارت ویاند حافظ برکت‌الله رسولي نن چهارشنبه دلوې ۸ / جنوري ۲۸ یوه غږیز پیغام کې ویلي، هغه کسان چې د اسلامي امارت پر قوانینو او تقنیني سندونو اعتراض کوي، عدلي او قضایي بنسټونو ته به ور وپېژندل شي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت تقنیني سندونه د مخکښو علماوو له خوا ترتیب شوي او له پرله‌پسې ارزونو وروسته د توشیح لپاره د اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده ته استول کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي امارت په تقنیني اسنادو کې هېڅ ماده، فقره، جزء، بند او حکم نشته چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي او شرعي سرچینه ونه لري، بلکې په بشپړه توګه له شریعت سره سم دي او پر هغوی اعتراض، پر شریعت اعتراض دی.

د عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې چې ورته اعتراض شرعي او علمي بنسټ نه‌لري، بلکې د جهل له مخې ترسره کېږي.

مطالب

عدلیې وزارت:
د اسلامي امارت پر تقنیني سندونو اعتراض جرم دی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ