Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۳۰ لرغونې سیمې کشف او ثبت شوې.
۱۷ حمل ۱۴۰۵

لوګر کې ۳۰ لرغونې سیمې کشف او ثبت شوې.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې ۳۰ نوې لرغونې سیمې کشف او ثبت شوي.

د یاد ریاست د لرغونو آثارو د پېژندنې مدیر عبدالشکور محمدي زینت راډیو ته وویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري تېرو شپږو میاشتو کې د ۳۲ ورځنۍ څېړنې په پایله کې ۲۷ لرغونې سیمې او درې لرغونې کلاوې کشف شوي.

د هغه په وینا، کشف شوې لرغونې سیمې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ډیټابېس کې ثبت شوي او هڅې روانې دي، څو د دغو تاریخي ځایونو د خوندي ساتنې لپاره لازم ګامونه واخیستل شي.

محمدي له سیمه‌ییزو اوسېدونکو او فرهنګیانو وغوښتل چې د لرغونو سیمو د ساتنې لپاره له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري وکړي.

ا‌خوا د لوګر یو شمېر اوسېدونکي د دغو لرغونو سیمو له کشف او ثبت هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې یاد تاریخي ځایونه باید په جدي توګه خوندي او د بیارغونې لپاره یې عملي ګامونه پورته شي

مطالب

لوګر کې ۳۰ لرغونې سیمې
کشف او ثبت شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ