د پکتیا حوزوي روغتون سره د ١٠٠زره ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشو.
د پکتیا ولایت عامې روغتيا ریاست مسوولان وايي چې د ICRC نړیوالې کمېټې له لورې پکتیا حوزوي روغتون سره د ١٠٠زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۶۸ قلمه طبي وسایلو مرسته شوې ده.
د عامې روغتيا رییس ډاکتر معراج ګل عادل وايي، په یادو طبي وسایلو کې د عملياتخونو ميزونه، د ناروغانو د حیاتي علایمو معلومولو ماشینونه د عاجل واټ اړوند مهم وسایل پهکې شامل دي.
د عادل په خبره چې حوزوي روغتون ته د يادو وسایلو په سپارلو سره به د ناروغانو ډېری ستونزې حل او ښه درملنه به يې کېږي.
په حوزوي روغتون کې يوشمېر ناروغلرونکو هم ياد روغتون د وسایلو په ورکړه خوښي څرګنده کړه او وايي، په دې سره به د ناروغانو درملنه کې ښهوالی راشي.
د پکتيا یوه اوسېدونکي فضلالدين جلالزي وويل حوزوي روغتون کې د سيټي سکين اېکسرې او ځينې نورو وسایلو نشتوالي، ناروغان او د هغوی پيوازن له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وويل ډېری ناروغان د سيټي سکين اېکسرې اخيستو لپاره کابل ته ځي چې ډېر په لوړه بیه ورته تمامېږي.