د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال دغه ولایت کې یو زرو او ۳۸۴ متریک ټُنه د توت حاصل راټول شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه حاصلات د ولایت له ۱۴۰۰ هکتاره ځمکې څخه ترلاسه شوي چې د شتل، عنابه، رخه او بازارک په سیمو کې د تورو او سپینو توتو پراخ باغونه لري.
د یاد ریاست رییس، فضلالله دیوبندي وايي، په روان کال کې د باغدارانو په همکارۍ د توت د راټولولو لپاره معیاري پروګرامونه عملي شوي دي.
په ورته وخت کې د کرنیزو محصولاتو مسوول، محمد ذاکر زیاتوي چې د توت باغونه هرکال د سیمې د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري.
باغداران د سږني حاصل څخه خوښ دي او د کرنې ریاست څخه غواړي چې د باغدارۍ برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. توت د پنجشېر له خورا مصرفېدونکو مېوو څخه دي چې تازه او وچ یې کارول کېږي او له هغه څخه د «تلخان» په نوم خواړه هم جوړېږي.
د پنجشیر کروندګر وایي چې د توت او تلخان په پلور سره ښه ګټه ترلاسه کوي. د یادونې وړ ده چې په دې ولایت کې تر ۲۰ زیات ډولونه توت کرل کېږي چې پکې «ملکری»، «شصتي»، «کبود»، «سیاه» او «خودي» ډېر پېژندل شوي دي. تلخان د توت له اوړو جوړېږي چې درملیزې ځانګړتیاوې لري او د اوسپنې او وېټامینونو مهمه سرچینه بلل کېږي.