لوګر کې د برېښنا رسونې دوه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او برکي برک ولسوالۍ کې د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د برښنا رسونې دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې ورسره ۳۳۰ کورنۍ د برښنا له اسانتیاوو برخمنې شوې.
د لوګر مرستیال والي مولوي انعامالله صلاحالدین، د پروژو د پرانیستې مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه خلکو ته د عامه خدمتونو پراختیا ده او حکومت هڅه کوي چې په راتلونکې کې هم ورته پراختیايي پروژې پلې کړي.
د لوګر د برښنا رئیس، میر احمد ولي هاشمي، وویل چې دغه پروژې د افغانستان برښنا شرکت په مالي ملاتړ، د لوګر برښنا ریاست د عملیاتي معاونیت د تخنیکي ټیم له لوري د ۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
د هغه په وینا، یادې پروژې د مرکز پلعلم اړوند کتبخېل او میرغیاث کلا، او د برکي برک ولسوالۍ د بابیانو او توکلې سیمو کې پلې شوې، چې په پایله کې یې ۳۳۰ کورنۍ د برښنا له نعمت څخه برخمنې شوې.
بلخوا، د سیمې قومي مشرانو حاجي داود شاه خان او نظامالدین د دغو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، دا لومړی ځل دی چې د دوی په سیمو کې د برښنا رسونې دا ډول پروژې پلي کېږي. هغوی د برښنايي تأسیساتو د ساتنې او پالنې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
د لوګر د برښنا ریاست مسؤلان وایي، د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د برښنا رسونې د پراختیا لپاره د ورته پروژو د پلي کولو لړۍ به دوام ولري