Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د غزني د قره‌باغ اوسېدونکي په شخصي لګښت روغتیايي مرکز جوړوي.
۲۶ سنبله ۱۴۰۴

د غزني د قره‌باغ اوسېدونکي په شخصي لګښت روغتیايي مرکز جوړوي.


د غزني د قره‌باغ ولسوالي اوسېدونکو «جنګلک» سیمه کې په شخصي لګښت د یوه کلینیک جوړولو چارې پیل کړې.

د قره‌باغ ولسوالي قومي مشر منیر ګلستاني وویل، ټاکل شوې دغه روغتیايي مرکز د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه یو منزل کې جوړ شي چې نهه خونې به ولري.

د دغه روغتیايي مرکز جوړولو لپاره تر دامهاله ۲ میلیون افغانۍ راټولې شوي.

ورته وخت کې د یاد روغتیايي مرکز مسوولان وايي چې دامهال یوه کرايي منزل کې فعالیت او ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده چې د غزني اوسېدونکو تر دې وړاندې هم په شخصي لګښت ښوونځي، دیني مدرسې، د اوبو بندونه او روغتیايي مرکزونه جوړ کړي دي.

مطالب

د غزني د قره‌باغ اوسېدونکي
په شخصي لګښت روغتیايي مرکز جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ