اسیا جام؛ هند د ګروپ پړاو وروستۍ لوبه کې عمان سره لوبېږي.
د اسیا جام کرېکټ سیالیو په لړ کې نن جمعه، سپټمبر ۱۹مه له A ګروپ څخه د هند کرېکټ ملي لوبډله د عمان پر وړاندې لوبېږي.
هند او پاکستان دواړو له دې ګروپ څخه د یاد جام بل پړاو ته لاره موندلې ده. عمان خپلې ټولې لوبې بایللي او د مخته تګ چانس نهلري.
بېګاه بیا د یاد جام له بي ګروپ څخه افغانستان هم خپله سیالي سریلانکا ته وبایلله چې ورسره سریلانک او بنګلهدیش له B ګروپ څخه بل پړاو ته لاره پیدا کړه.
په ورته مهال د هند لوبډله به نننۍ لوبه کې ځینې ځوان لوبغاړي او کم لوبېدونکو توپوهونکو ته د لوبېدو چانس ورکړي، څو د سوپرفور پړاو لپاره تجربه ترلاسه کړي.
عمان هم غواړي چې د هند پر وړاندې لوبې څخه څه زدهکړي او راتلونکي T20 نړیوالو سیالیو ته ځان چمتو کړي.
د هند وروستۍ پنځه T20 لوبې د بریا او یوې ماتې په ترتیب وې، پداسې حال کې چې عمان خپلې پنځه وروستۍ لوبې ټولې بایللې دي.
ننۍ لوبه د دواړو ټیمونو لپاره مهمه تجربه ګڼل کېږي، که څه هم د ګټې لپاره به پر هند دومره فشار نهوي.