لوګر کې ۵۰۰ بېوزلو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول.
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست مسؤولین وایي، چې د خوښۍ ولسوالۍ اړوند سیمو کې ۵۰۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې وېشل شوې دي.
د یاد ریاست مطبوعاتي مسؤول صبغتالله نائبخېل زینت راډیو ته وویل، دغه مرستې د (WFP) له لوري برابرې شوې وې او د خوښۍ ولسوالۍ په شاوخوا ۵۰۰ مستحقو کورنیو ووېشل شوې.
د نوموړي په وینا، هرې هغه کورنۍ ته چې مخکې له مخکې سروې او ثبت شوې وه، یو ۵۰ کیلو ګرامه بورۍ د غنمو اوړه، یوه اووه لېتره بوشکه غوړي، ۶ کیلو دال، ۳ کیلو سوپرسریال، ۳۰ پاکټه تقویتي مواد او یوه بسته مالګه ورکړل شوې ده.
نائبخېل زیاته کړه، یادې مرستې د بېوزلو کورنیو د ملاتړ او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وېشل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د خوړو نړیوال سازمان WFP له لوري د لوګر ولایت په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې ورته خوراکي مرستې وېشل شوې وې.