Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د خلکو په شخصي مرسته یوه ښوونځي ته ۵ درسي خونې جوړې شوې.
۲۷ اسد ۱۴۰۵

لوګر کې د خلکو په شخصي مرسته یوه ښوونځي ته ۵ درسي خونې جوړې شوې.

د لوګر د برکي‌برک ولسوالۍ د چهلتن کلي په هلکانو منځني ښوونځي کې د ښوونځي د مدیر، ښوونکو او سیمې د اوسېدونکو په شخصي لګښت پنځه خامه درسي خونې جوړې شوې دي.
پر دغو خونو شاوخوا ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت شوی، چې په جوړېدو سره یې د ۲۵۰ زده‌کوونکو لپاره مناسب درسي چاپېریال برابر او د لمر لاندې د زده‌کړو ستونزه هواره شوې ده.
د یاد ښوونځي لپاره د دوو نورو پخو درسي خونو د جوړولو چارې هم د خلکو په مالي ملاتړ روانې دي.

مطالب

لوګر کې د خلکو په شخصي مرسته
یوه ښوونځي ته ۵ درسي خونې جوړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ