Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اتحاد ګرم‌ابې لوبډلې د لوګر د خزان جام والیبال سیالیو اتلولي وګټله.
۳۰ جدی ۱۴۰۴

د اتحاد ګرم‌ابې لوبډلې د لوګر د خزان جام والیبال سیالیو اتلولي وګټله.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ولایت په کچه د ۱۵ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال «خزان جام» سیالي پای ته ورسېدې.

د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجینیر مزمل نعیم‌زي، زینت راډیو ته وویل، دغه سیالي د لوګر د والیبال فدراسیون له لوري د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ تنظیم شوې وې چې نږدې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه، د سیالیو وروستۍ لوبه د اتحاد ګرم‌ابې او د ځوانان شیخان لوبډلو ترمنځ وشوه چې په‌کې د اتحاد ګرم‌ابې لوبډلې د ۳–۰ په پایلې سره بریا خپله کړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.

هغه همدارنګه وویل چې د پای‌لوبې په مراسمو کې د لوګر د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت له لوري اتل ټیم ته کپ، مډالونه او ستاین‌لیکونه ورکړل شوي دي.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همدلي پیاوړتیا، د ورزشي روحیې وده او په ځانګړي ډول د څرخ ولسوالي کې د والیبال ورزش پراختیا بلل کېږي.

مطالب

د اتحاد ګرم‌ابې لوبډلې د لوګر
د خزان جام والیبال سیالیو اتلولي وګټله.

دا خبر نورو سره شریک کړئ