د لوګر سلګونه اوسېدونکو د پاکستان بریدونه وغندل او له افغان ځواکونو یې ملاتړ اعلان کړ.
د دغه ولایت سلګونو اوسېدونکو په مرکز پل علم کې د یوه لاریون په ترڅ کې پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم بریدونه په کلکه وغندل او له افغان امنیتي ځواکونو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
لاریون کوونکو چې شمېر يې سلګونه کسانو ته رسیده وویل د پاکستان له لوري د افغانستان د حریم نقض او پر ملکي سیمو بریدونه د منلو وړ نه دي او دا ډول کړنې د نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د اړیکو خلاف دي.
دوی ټینګار وکړ چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او اجازه به ور نه کړي چې د هېواد حاکمیت تر پښو لاندې شي.