Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې څلور غله نیول شوي.
۹ حمل ۱۴۰۵

خوست کې څلور غله نیول شوي.

د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي، هغه څلور وسلوال غله یې نیولي چې د نظامي کسانو په نوم به د خلکو کورونو ته ورننوتل او غلاوې به یې کولې.

د یادې قومنداني ویاند طاهر احرار ویلي، دا کسان نن یکشنبه، وري نهمه، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د منسوبینو له‌خوا نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا، دغو کسانو د خوست د مرکز په مټه‌چینه سیمه کې یو کور ته ننوتي وو او د کور له غړو سره یې د وسلوال او فزیکي زورزیاتي ترڅنګ، سره زر، دوه میله وسلې او یوه اندازه پیسې غلا کړې وې.

احرار زیاته کړې چې یاد کسان د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې هغه مهال ونیول شول، کله چې د زیانمنې کورنۍ له لوري پېښه له امنیتي ځواکونو سره شریکه شوه.

نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې له دوی سره درې نور کسان هم ملګري وو او دا یوه اووه کسیزه ډله ده.

امنیتي مسوولان وایي، د پاتې درېیو کسانو د نیولو لپاره کشفي او اوپراتیفي هڅې روانې دي، څو ونیول شي او د خپلو کړنو قانوني سزا وویني.

مطالب

خوست کې
څلور غله نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ