ایراني چارواکي وایي، د دغه هېواد تولیدي فابریکې او ښاري بنسټونه د کارګرانو له سخت کمښت سره مخ دي.
د تهران د ښاري شورا غړی ناصر اماني ویلي، چې د افغان کډوالو له ایستلو وروسته د ښاروالۍ د کارګرانو شمېر شاوخوا ۸۰ سلنه راکم شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه وضعیت د ښاروالۍ لپاره ستره ستونزه رامنځته کړې ده.
اماني د بېلګې په ډول ویلي، چې د تهران په یوه مرکزي سیمه کې د کارګرو شمېر له ۱۳۵ کسانو اوس ۳۵ ته راښکته شوی، چې له دې ډلې یوازې پنځه تنه ایرانیان او پاتې نور بهرنيان او ډېری یې افغان کډوال دي.