Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د توکو د بیو کنټرول په موخه غونډه کړې.
۲۴ قوس ۱۴۰۴

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د توکو د بیو کنټرول په موخه غونډه کړې.



د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هېواد بازارونو کې د لومړنیو توکو د بیو کنټرول او وضعیت ارزولو په موخه، د کسبګرو او دوکاندارانو خونې د مشرتابه پلاوي او د اصنافو له غړو سره د همغږۍ غونډه کړې.

نورالدین عزیزي دغه غونډه کې ویلي، هېواد ته د توکو په ځانګړې توګه د لومړنیو توکو د واردولو په برخه کې ستونزه نه‌شته او هره ورځ بېلابېل ډوله زرګونه کانټیره مواد هېواد ته واردیږي.

د کسبګرو او دوکاندارانو ټولنې او د اصنافو غړو هم اړوندو برخو کې بازارونو ته د توکو د واردولو ډاډ ورکړی.

همدارنګه دغه غونډه کې د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول پرېکړه شوې او ویل شوي چې د لومړنیو توکو احتکار کوونکو سره به جدي چلند وشي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې لنډمهاله بللي دي.

دا داسې مهال دی چې پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته، د غوړویو په څېر د ځینو توکو بیې لوړې شوي دي.

مطالب

د صنعت او سوداګرۍ وزارت
د توکو د بیو کنټرول په موخه غونډه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ