لوګر کې د سېلابونو د مخنیوي دوه پروژې پيل شوې.
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په تنګ درې او کڅوالو سپین جومات سیمو کې د سېلابونو د مخنیوي لپاره د استنادي دېوالونو د جوړولو د دوو پروژو عملي چارې د څه باندې ۲۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.
د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر مرستیال والي مولوي انعامالله صلاحالدین، د ازرې ولسوالۍ سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو او د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
د لوګر مرستیال والي مولوي انعامالله صلاحالدین د پروژو د پیل پر مهال وویل، اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو او د زیربناوو د پیاوړتیا لپاره پراختیايي پروژو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې ازرې ولسوالۍ ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له بودیجې څخه یو شمېر مهمې پراختیايي پروژې ځانګړې شوې دي.
د ازرې ولسوال قاري صبغتالله تقوا وویل، ازره یوه غرنۍ او له طبیعي ګواښونو سره مخ ولسوالۍ ده چې اوسېدونکي یې لا هم ګڼو پراختیايي او خدماتي پروژو ته اړتیا لري.
د هغه په وینا، د دغو پروژو پلي کېدل به د سیمې د خلکو د ژوند، مالونو او کرنیزو ځمکو په خوندیتوب کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي وویل، په تنګ درې سیمه کې به ۳۸۵ متره او د کڅوالو سپین جومات په سیمه کې به ۴۵۰ متره استنادي دېوالونه جوړ شي او ټاکل شوې ده چې دواړه پروژې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ازرې ولسوالۍ د لوګر له هغو سیمو څخه ده چې هر کال د موسمي بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله د کرنیزو ځمکو او استوګنیزو سیمو د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ وي. د یادو پروژو پلي کېدل به د سیمې د اوسېدونکو لپاره د طبیعي پېښو د خطرونو په کمولو کې مهم رول ولري.