غزني کې د هنري او نقاشي اثارو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.
په غزني کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هنري اثارو او نقاشۍ درې ورځنی نندارتون «نن سهشنبه، وږي یوولسمه» پرانېستل شوی دی. په دې نندارتون کې شاوخوا ۳۰ هنري او خطاطي اثار د خلکو نندارې ته کېښودل شوي دي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله نثار وایي چې د دغه نندارتون هدف د ځوانانو پام هنر او فرهنګ ته راجلبول دي. د نوموړي په خبره، په دې نندارتون کې بېلابېل ډولونه نقاشۍ او د خطاطي اثار نندارې ته کېښودل شوي دي.
د غزني د خوشنویسانو د ټولنې مسوله شیرین انصاري وایي چې د ورته نندارتونونو دوام د هنرمندانو د هڅونې او د هنر د ودې لپاره یو مهم فرهنګي اړتیا ده.
د نندارتون لیدونکي هم وایي چې د نندارتون له لیدو خوند اخلي او دا ډول فرهنګي پروګرامونه د هنر او فرهنګ د عامه معرفي لپاره یو غوره فرصت دی.
یاد نندارتون د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د کتابتون په تالار کې پرانیستل شوی او تمه ده چې د درې ورځو لپاره به د خلکو پر مخ پرانېستی وي.