افغانستان بنګلهدېش څخه درېیمه ۵۰اوریزه لوبه هم وګټله.
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ درېیمه پنځوس اوریزه لوبه تېره شپه متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه.
افغانستان دغه لوبه کې د ٩ لوبغاړو په زیان د پنځوسو اورونو په لوبولو بنګلهدېش ته ٢٩٤ منډې هدف ورکړ.
خو بنګلهدېش ونهشو کولی دغه هدف پوره کړي او لوبډلې يې ٢٨ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ٩٣ منډې جوړې کړې او په دې سره افغانستان سیالي په ٢٠٠ منډو وګټله.
افغانستان له بنګلهدېش لومړۍ او دویمه لوبه هم ګټلې ده.
د یادونې ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله به روانه اوکټوبر میاشت کې زیمبابوې سره هم ٣شلاوریزې او یوه ټسټ لوبه ولري.
د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ سیالي به د اکټوبر په شلمه نېټه پیل شي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د راتلونکې نومبر میاشتې په دویمه نېټه درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.