ایراني رسنیو ویلي چې د دغه هېواد له سویلي خراسان ولایت نه افغانستان ته صادرات ډېر شوي دي. سږکال د صادراتو ارزښت ۱۷۴ مېلیونه ډالر ښودل شوی.
د ایرانا خبري اژانس د راپور لهمخې، ایراني چارواکي محمد کوهګرد د سرحدي راکړېورکړې د همغږۍ شورا په غونډه کې ویلي، له بندیزونو سره سره بیا هم د دغه هېواد سواګري په ښه وضعیت کې ده.
نوموړي ویلي، د سویلي خراسان ټرانزيټ چې د افغانستان په سوداګرۍ مالونو پورې اړه لري، سږکال په بېساري ډول ډېر شوی او ټول پړاوونه یې په ماهيرود پوله کې بشپړېږي. هغه ویلي، سویلي خراسان ډېر سوداګریز مالونه افغانستان ته صادر کړي چې ارزښت یې ۱۷۴ میلیونه ډالره کېږي.