میدانوردګ کې د څښاک اوبو رسولو درې شبکې جوړې شوې.
د میدانوردګ مسوولان وايي، د دغه ولایت په چک او سیداباد ولسوالیو کې د نږدې ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو درې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د میدانوردګ د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس ملا عصمت الله کرامت نن (یکشنبه، سنبله ۲۳) وویل، د څښاک پاکو اوبو یادې شبکې د سیدآباد ولسوالي د «خواجه غړومبان» او «بهادر خېلو» او د چک ولسوالي د «لنګرډاګ» په سیمه کې د (DACAAR) موسسې له لوري په یوه کال کې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
نوموړي وویل، پر یادو شبکو شاوخوا ۲۴ میلیون افغانۍ لګښت شوی چې د یادې موسسې له لوري ورکړل شوي.
هغه زیاته کړه، دا پروژې د کلیو د پرمختګ، روغتیا او دوامدار چاپېریال ساتنې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.
کرامت وویل: «د اوبو رسولو په دغو درو شبکو کې درې ژورې څاګانې کېندل شوي، د سولر سیستمونه نصب شوي، د ۴۰ متر مکعب وړتیا لرونکي درې د اوبو زېرمې جوړې شوې، ۳۱۰ شیردهنونه وصل شوي او ۳۰۲۰۰ متره اوږد پایپ لګول شوی.»
د کلیو پراختیا رییس په وینا، د دې پروژو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او له بشپړېدو سره یې د یادو سیمو ۶۴۹ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.