Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندوز کې سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
۳ حمل ۱۴۰۴

کندوز کې سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.

د کندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په سیدزینو آغا په سیمه کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره، ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي. د کندوز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست نشراتي مسوول حمیدالله مهمند ویلي، چې دا شبکه د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ د ۱۶۴ زره ډالرو په لګښت جوړه شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې په یاده پروژه کې د ۱۷۵ نل‌لیکو نښلول، د اوبو یوه ذېرمه او د اوبو یوې ژورې څاه کیندل شامل دي، چې له امله یې د سیمې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

مطالب

کندوز کې سلګونه
د څښاک له پاکو
اوبو برخمنې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ