Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی.
۲۱ اسد ۱۴۰۵

کندهار کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی.

امنیتي مسوولین وايي چې د کندهار ښار اوومې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوې ښځې د بل سړي په همکارۍ خپل خاوند په تبر وهلی او وژلی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید نن پژواک ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د کندهار ښار د اوومې حوزې اړوند په کوبي سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو یاده ښځه نیولې او د قضیې په اړه څېړنې روانې دي.

جمشید وايي چې په دې پېښه کې د بل ښکېل سړي د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې د لامل او د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزئیات ور نه‌ کړل خو ویې ویل چې اصلي انګېزه به یې د امنیتي ځواکونو له څېړنو وروسته روښانه شي.

د یادونې ده، په کندهار کې له دې مخکې هم ورته پېښې ثبت شوې دي.

وروستۍ پېښه د روان ۲۰۲۶ کال په جولای کې د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د نازک له کوټۍ سره شوې وه چې یوې ښځې خپل خاوند په چاړه وهلی او وژلی و.

مطالب

کندهار کې یوې ښځ
خپل خاوند وژلی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ