لوګر کې د سېلابونو پرمهال ۳ ماشومانو ژوند بایللی.
د لوګر ځايي مسوولان وايي، مرکز پلعلم او محمداغې، برهکي برک او ازرې ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي نن (یکشنبه، سرطان ۸مه) زینت راډیو ته وویل، د وروستیو سېلابونو پرمهال دریو ماشومانو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان شوي.
هغه زیاته کړه چې: «یو ماشومان د محمداغې ولسوالي «پل کندهاري» سیمه کې دوهم ماشوم د برهکيبرک ولسوالي په «شاهمزار» سیمه او درېیم ماشوم د ازرې ولسوالي په «ببرو» سیمه کې ژوند بایللی او دوه کسان نور په محمداغې ولسوالي کې ټپيان شوي.»
د یادونې ده چې سېلابونو لوګر کې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
پېښو سره د مبارزې ادارې مسوولانو ویلي، تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۲ کسانو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان شوي.
پېښو سره د مبارزې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد تېره ورځ رسنیو ته ویلی وه ، دغو سېلابونو کې شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.