لوګر کې یوه زدهکوونکي د رادار یوه نمونه جوړه کړې
د لوګر د حضرت عمر فاروق مرکزي لېسې د دولسم ټولګي زدهکوونکي شاکرالله واحدي د پوهنې ریاست د ساینس مرکز او خپلو استادانو په هڅونه، له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې د رادار یوه نمونه جوړه کړې ده.
شاکرالله واحدي وایي، که لازم تخنیکي امکانات او وسایل ورته برابر شي، کولای شي له دې څخه لوی او د عملي کارونې وړ رادار هم جوړ کړي.
بلخوا، د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د زدهکوونکو د علمي، تخنیکي او نوښتګر استعدادونو د ودې په موخه د بېلابېلو وسایلو او ابتکاري پروژو د جوړولو لړۍ روانه ده.