د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دغه ریاست له پراختیایي بودجې څخه د ولایت په شپږو ولسوالیو کې د جوارو او لوبیا د کرکېلې لپاره ۳۵ جریبه نمایشي قطعې جوړېږي.
د یاد ریاست د کرنیزو چارو آمر، انجنیر نصیروالدین بهیج، زینت راډیو تهه وویل چې د نمایشي قطعو لپاره اړین تخمونه یی پر بزګرانو وېشل شوي او دغه فصلونه به د کرنې ریاست تر تخنیکي څارنې لاندې په قطاري بڼه وکرل شي.
د نوموړي په وینا، قطاري کرنه د تخمونو د سپما ترڅنګ د حاصلاتو په زیاتوالي کې هم اغېزمنه ده او د دودیزو کرنیزو لارو په پرتله غوره پایلې ورکوي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، د دغو نمایشي قطعو موخه د عصري کرنیزو میتودونو ترویج، د بزګرانو د تولیداتو لوړول او د کرنیزو حاصلاتو د کیفیت ښه کول دي.