Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزني او میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښو ۱۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې.
۴ جوزا ۱۴۰۵

غزني او میدان‌وردګ کې ټرافیکي پېښو ۱۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې.

د میدان‌وردګ مسوولان وايي، د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه‌لار دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د میدان‌وردګ د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار رسنیو ته وویل، لومړۍ پېښه د حیدرخیلو سیمه کې د باروړونکي او کرولا ډوله موټرو ترمنځ شوې چې له امله یې یو کس مړ او ۲ نور ټپیان شوي.

د نوموړي په وینا، دویمه پېښه د تنګي‌دوه لارې سیمه کې د مازدا او سراچې موټرو ترمنځ شوې چې په پایله کې یې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او ۲ نور ټپیان شوي.

ټپیان د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو په همکارۍ روغتون ته لېږدول شوي.

د میدان‌وردګ د امنیې قومندانۍ ویاند د دغو پېښو د تائید ترڅنګ له موټر چلوونکو غوښتي، څو د ټرافیکي اصولو مراعت ته جدي پاملرنه وکړي.

ورته وخت کې د غزني مسوولان هم وايي، ګیلان ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې پرمهال دوو کسانو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي.

د غزني د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي نن دوشنبه رسنیو ته وویل، پېښه تېر ماښام د کابل ـ کندهار پر لویه‌لار د ګیلان ولسوالۍ «چورلې» سیمه کې د یوه مسافروړونکي موټر او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله شوې.

ټپیان د غزني ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې لامل هم د چلوونکو بې‌احتیاطي ښوول شوې‌ده.

مطالب

غزني او میدان‌وردګ کې ټرافیکي
پېښو ۱۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ