دغه نوی سایټ، چې لوګر مرکز پلعلم ته اړوند هونيسفلی سیمه کې مخابراتي ستونزو ته په کتو جوړ شوی، نن رسماً د ولایت مرستیال والي، مولوي محمدانور دینپرور، د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي مطیعالله عابد، د لوګر اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیعالله صمیم او د اتصالات شرکت مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شو.
د لوګر مرستیال والي، مولوي محمدانور دینپرور، د اتصالات مخابراتي شرکت څخه د مننې سربېره، له ولسونو څخه و غوښتل چې د ټولګټو ځايونو او ورته نورو عامه خدماتو ساتنه وکړي.
د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي رئیس، مولوي مطیعالله عابد د ورته خدماتو وړاندې کول خپل مسؤلیت یاد کړ او د اتصالات شرکت له مسؤلینو یې و غوښتل ژر تر ژره په لوګر کې د دې سایټ ترڅنګ ځینې نور سایټونه له 2G او 3G څخه 4G ته لوړ کړي.
ښاغلي عابد زیاته کړه، چې پر دغه سایټ شاوخوا ۱۳۰ زره ډالره لګښت راغلی، چې ورسره زرګونه کورنۍ د یاد شرکت له مخابراتي او انټرنیټي خدماتو څخه برخمنې شي.
ورته مهال د افغانستان د اتصالات شرکت د پلان جوړونې مدیر، محمدظریف نورزاد وویل؛ په نږدې ورځو کې به د دغه شرکت لهخوا پنځه نوي سایټونه په دې ولایت کې فعاله شي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې ژر تر ژره به د دې سایټ سربېره نور سایټونه هم له 3G څخه 4G ته واړوي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په لوګر کې د اتصالات شرکت ۱۵سایټونه فعالیت لري.