پنجشېر کې د زمردو له پنځو نویو کانونو د استخراج چارې پیل شوې.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په پریان ولسوالي کې له پنځو نویو کانونو څخه د «زمرد» د استخراج چارې پیل شوې.
د یادې ادارې رییس محمد قاسم امیري «شنبه، د چنګاښ ۲۸مه» رسنیو ته وویل چې تر دې دمه د دوی تخنیکي او مسلکي ټیمونو د پریان ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې له ۲۵۰ زیات د زمرد کانونه تثبیت کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چې له دې ډلې څخه پنځه کانونه له قانوني مراحلو او د رسمي جواز تر اخستو وروسته، د عملي استخراج پړاو ته داخل شوي دي.
امیري وویل چې د دغو کانونو له استخراج سره شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. نوموړي همداراز څرګنده کړه چې د نورو سیمو لپاره د جوازونو ورکولو او د استخراج د چمتووالي بهیر هم دوام لري.
د کانونو رییس زیاتوي، تر دې دمه د زمرد د استخراج په برخه کې د فعالیت لپاره له ۶۰۰ زیات کارکوونکي رسمي جوازونه ترلاسه کړي دي.
د هغه په وینا، په ټول پنجشېر کې له ۱۷۰۰ څخه زیات د زمرد ثبت شوي کانونه موجود دي چې له ډلې یې تر ۶۰۰ زیات کانونه د فعالیت جواز لري او نږدې ۱۸۰ کانونه دا مهال په عملي ډول استخراجېږي.
امیري وویل، د دغه اقدام هدف د زمردو د استخراج کچه لوړول، صادرات پراخول او د ځایي خلکو اقتصادي وضعیت ښه کول دي.
پنجشېر د افغانستان له هغو سیمو څخه شمېرل کېږي چې د زمردو له بډایه زېرمو برخمن دی.